کابل باختردکب دمياشتې١٤ نيټه :
د لغمان ولايت په مربوطاتو کې دګډو چاڼيزو عملياتو په دوام کې پنځه ويشت ستر اوکوچني کلي د ډاراچوونکوله شتون څخه پاک شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
هغه ګډ چاڼيز عمليات چې د دغه ولايت د مرکز او د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې پخوا پيل شوي و په تيرو ٢٤ ساعتو کې دګډو عملياتوپه بهيرکې ٢٥ ستر او کوچني کلي دډاراچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي.
اود سيمه ييز پوليسودپوستود جوړولو کار دوام لري.
دغه راز د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سيلاب څلور_ نمبر (١٤) په نامه د ګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو په بهير کې يو شمير کلي د وسله والو ډاراچوونکو له شتون څخه پاک شول.پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل