سیاست

جمهور رئیس غني د موبي ګروپ د شهیدانو د کورنیو له غړیو سره وکتل

کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ٩ 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د موبي ګروپ (طلوع تلویزیون، طلوع نیوز او کابورا پروډکشن) د شهیدانو د کورنیو له غړیو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په پیل کې د شهیدانو د کورنیو غړیو دغې پېښې ته د جمهور رئیس د پاملرنې او د هېواد د امنیتي ځواکونو د کوښښونو له امله مننه وکړه.
هغوی ټینګار وکړ چې له حکومت څخه زموږ غوښتنه د عدالت تامین، د پېښې  د عاملینو او قاتلینو مجازات او نیول دي، ترڅودا افراد د عدالت د اصل له مخې په جدي توګه مجازات او د نورو لپاره د عبرت درس شي.
هغوی له جمهور رئیس څخه وغوښتل، چې د هېواد عدلي او قضایي بنسټونه دې دا موضوع په جدي ډول تعقیب کړي.
هغوی وویل، د دغې پېښې قربانیان ټول د خپلو کورنیو د ګټې وټې کسان وو او حکومت باید دغو کورنیو ته جدي پاملرنه وکړي.
د شهید سید محمد جواد خور وویل، د ورور غوښتنه یې دا وه چې دولت له ترهګرو ډلو سره جدي چلند وکړي او له دې ډلو سره د سولې په خبرو کې له حکومت او اساسي قانون څخه د خلکو د غوڅ ملاتړ له امله په قوت خبرې وکړي.
جمهور رئیس غني د شهیدانو د کورنیو د غړیو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ، چې حکومت به د تېرې چهارشنبې د پېښې د عاملینو د نیولو، تعقیب او عدلي او قضایي بنسټونو ته د سپارلو لپاره له ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي.
هغه وویل، ملي امنیت ته یې دنده سپارلې ده، چې دغه افراد ونیسي او د قانون پنجو ته یې وسپاري.
محمد اشرف غني وویل، زه هیڅ وخت له کمزوري دریځ څخه له مخالفو ډلو سره د سولې خبرې نه کوم، بلکې د خلکو د ملاتړ په تکیه په قوت او عدالت له هغوی سره خبرې کوم.
هغه ټینګار وکړ، هغوی چې د بېګناه خلکو وینې تویوي باید د دې وینو قېمت ورکړي.
جمهور رئیس وویل، په تېره یوه اونۍ کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۳۰۰ تنه ترهګر وژل شوي دي او زموږ د بې ګناه خلکو د وینې انتقام به له هغوی څخه واخیستل شي.
هغه زیاته کړه، ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مې دستور ورکړی دی چې زموږ له خلکو څخه د دفاع په خاطر د ترهګریزو اعمالو په مخنیوي کې زیاتې هڅې وکړي.
جمهور رئیس غني د شهیدانو کورنیو سره د مرستو په هکله وویل، د موبي ګروپ له مسوولینو سره مې خبرې کړي او موږ د بیان د ازادي د همکاري صندوق د رامنځته کولو په طرحه کار کوو.
هغه زیاته کړه، د جمهوري ریاست د چارو اداره د دغې پېښې د شهیدانو له کورنیو سره د امنیتي ځواکونو د شهیدانو هومره مرسته کوي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته