خبرونهټولنه

په کندز کې نږدې ۳۵ زرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

 کابل، د زمری١٧ مه، باختر

د اسلامي امارت له بریا تر اوسه پورې په کندز کې ٣٤ زره ٨٧٠ تنو ته  برېښنايي پېژند پاڼې وېشل شوې چې له لارې یې نږدې ۱۸ میلیونه افغانۍ د دولت حساب ته جمع شوې دي.

د کندز د احصايې او معلوماتو رئيس مولوي فضل الله فياض مولوي زاده باختر آژانس ته وويل، چې د اسلامي امارت له بریا څخه تر اوسه پورې د کندز د مرکز او ولسواليو پر ٣٤ زره ٨٧٠ تنو برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

مولوي زاده زياته کړه چې د دغو تذکرو په وېشلو سره ۱۷ میلیونه ۶۵۶ زره افغانۍ عوايد راټول  او د دولت خزانې ته لېږدول شوي دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا