خبرونهامنیت

په کندز کې يو تن د وسلو د قاچاق او نشه يي توکو د پلور په تور ونيول شو

کابل، د لړم لومړۍ ، باختر

د کندز امنیتي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یې یو کس د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تور نیولی دی.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛  د کندز امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو یو کس له ۸۵۰ ګرامه ترياک، دوه ميله کلاشينکوفونو، او يوه اندازه چاودېدونکو توکو سره نیولی دی.

نيول شوي کس په لومړیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړى دی.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا