ټولنه

د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت کارکوونکو وينه ورکړه

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت چارواکو او کارکوونکو نن ١٧ زره سي سي وينه د کابل ښار په پرونى تروريستي بريدکې ټپيانو ته ورکړه .
په دې پروګرام کې د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت مالي او اداري معين او د دغه وزارت سرپرست انجنير احمد ولي، د مهاجرينو د چارو معينې ډاکترې عالمې د دغه وزارت له لسګونو تنو کارکوونکو سره يوځاى په داوطلبانه ډول د دغې پيښې ټپيانو ته وينه وکړه .
انجنير احمد ولي حکمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه وزارت مشرتابه او يو شمېر کارکوونکو د مرکزي بانک د وينې راټولولو ګرځنده ټيم را وباله چې ورکړې شوې وينه يو ځاى کړي .
د وينو د بانک ټيم د يوه غړي په خبره: راټوله شوې وينه ١٧ زره سي سي ته رسيږي او د اړتيا له مخې په کابل کې د وروستۍ پيښې په ناروغانو او ټپيانو تطبيقيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته