غزنى باختر د ليندي پنځلسمه :
په غزني ولايت کې په دې وروستيو وختوکې درې تنه د جنايي جرمونو په اړوند ونيول شول .
د غزني ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد زمان باخترآژانس ته وويل چې د دغې ادارې منسوبانو په غزني ښارکې د موټرو د پلورنځي يو خاوند هغه وخت ونيوه چې د ده د موټرو په پلورنځي کې دوه غلا کړي شوي کرولا موټرونه ترلاسه شول او موټرونه اصلي خاوند ته يې وسپارل شول .
ده زياته کړه چې دغه موټرونه پخوا له کابل ښار څخه غلا کړي شوي و.
د قضيې د اصلي عاملانو د نيولو په مقصد د پوليسو پلټنې پيل شوې دي .
د يوبل خبرله مخې:
دوه تنه غله چې غوښتل يې د غزني ښار د پوليسو په دريمې حوزې پورې له يوه اړونده سراى څخه د سوداګرو مالونه لوټ کړي، ونيول شول .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل