
کندز/ د ثور ١٦ مه / باختر
په کندز کې پرون په څه دپاسه٧٠٠ کورنيو نغدې پيسې وويشل شوې.
د کندز د مهاجرينو د چارو رييس غلام سخي رسولي باختر اژانس ته وويل ؛ د او- آر- ډي موسسې د دغه رياست په همکارۍ د وروستيو جګړو له امله ٧٣٨ زيانمنو شويو کورنيو ته نغدې پيسې وويشلې .
هغه زياته کړه له هرې کورنۍ سره ٧٥٧٠ افغانۍ مرسته وشوه.
ديادونې وړ ده چې مخکې هم دغو کورنيو ١٣٦٨٩ افغانيو مرسته ترلاسه کړې وه.
هغه زياته کړه دغه مرستې د روشن مخابراتي شرکت د يوسيمکارت په واسطه چې پخوا پر دوى ويشل شوي تر څو خپله مرسته په شفاف ډول د دغه سيمکارت له لارې ترلاسه کړي.
پاى ذ