ټولنه

د هرات ښاروالۍ په ښاري چاروکې د نظم او سمون پر دوام ټینګار وکړ

کابل/ دسلواغې لومړۍ / باختر
د هرات ښاروالۍ مشرتابه پلاوي په ښاري چاروکې د نظم او سمون پر دوام د ټینګار په ترڅ کې وایي چې د ښاروالۍ اداره له اصنافو سره په همکارۍ کولای شي پر دغه کار بریالي شي.
د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري خدمتونو ریاست د مارکیټونو چارو د تنظیم مدیریت مسوولينو د  چارو د سمون لپاره پلورونکي له پليو لارو څخه وشړل.
د هرات ښاروالۍ د مارکیټونو چارو د تنظیم لوى مدیر عبدالرحیم مرادي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې زیاتره پلورونکي په تېره بیا د چرګانو پلورونکي روغتیایی ټکي او ښاري اساسات په پام کې نه نيسي .
هغه خبردارې ورکړ چې له دې وروسته به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي. پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته