اقتصاد

په سمنګانو کې دانګورو حاصلات زياتوالي موندلى دى .

کابل باختر دوږي  پنځمه :
دسمنګانو ولايت دکرنې ،اوبو لګولو  او دمالدارى رياست په دغه  ولايت کې دانګورو  دحاصلاتو دزياتوالي خبرورکړ . 
ددغه ولايت دکرنې ،اوبولګولو او دمالدارى رييس همايون حبيب  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په روان کال کې دانګورو حاصلات څه دپاسه شپاړلس زرو ټنو ته رسيږي چې دتيرکال په پرتله  يو زرو درې سوه ټنه زياتوالي ښيي .
  دسمنګانو دکرنې رييس  حبيب  وويل  چې دانګورودټاکونو  څه دپاسه  زر هکتار ځمکه دحضرت سلطان ، فيروز نخچير ، خرم سارباغ او دايبکوپه ښار کې شته .
دسمنګانو دکرنې رييس وويل چې  دحضرت سلطان  او فيروز نخچير  دولسواليو طايفي او حسيني انګور دښه خوند په دليل دخلکو په منځ کې  ښه شهرت  لري .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته