امنیت

نهه تنه ډار اچوونکي په کندزکې ووژل شول

کابل باختر د کب اوولسمه :
په کندز ولايت کې نهه تنه ډار اچوونکي د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې ووژل شول .
په تيرو څلورو ويشتو ساعتوکې د ښه امنيت د تامينولو په موخه د کندز ولايت  د چار درې ولسوالۍ په يتيم کلي او د دغه ولايت د باغ شرکت په سيمه کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو د هوايي ګوزارونو او چاڼيزو عملياتو په بهيرکې نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول، دوه تنه تپيان، د طالبانو يو (زيو) ويجاړ شوى او د عبدالحميد په نامه يو مشکوک سړى د دغه ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په اسمعيل قشلاق کلي کې نيول شوى دى .
دغه راز يو ماين په آبګرمک، يو بل ماين د فارياب ولايت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ  په کته کم سيمو او يوبل ماين د بغلان ولايت د ډنډ غوري په پل درقد سيمه کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته