خبرونهTOPټولنه

په کندز کې پر ٦ کسانو تعزيرات جاري شول

کابل، د مرغومې ٢مه، باختر
د کندز سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پر ۶ تنو تعزيرات جاري شول.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه ٦ کسان چې ۴ نارینه او ۲ ښځې دي د امام صاحب ولسوالۍ په خورشید لوبغالي کې پرې تعزيرات جاري شول.
هېره دې نه وي چې ياد کسان په زنا او غلا تورن وو.
د یادونې وړ ده، چې په دغه کسانو کې هر مجرم ته له ۲۰ تر ۳۵ دُرو او ۶ میاشتې تنفیذي حبس وټاکل شو.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا