ټولنه

په بلخ کې يوپل جوړيږي .

کابل – باختر- دزمري شلمه :
ددريو مليونو افغانيو په لګښت په بلخ ولايت کې دموټرو دتګ راتګ ديوه پله  دجوړولو کار نن پيل شو .
دغه پل ديوويشتو  مترو په اوږدوالي او دشپږو مترو په سور دشولګرې ولسوالۍ دمزار درې په سړک کې جوړيږي .
دبلخ ولايت دفوايد عامې رييس عنايت الله ظفر  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پروژه دفوايد عامې وزارت له بودجې څخه ددريو مليونو افغانيو په لګښت  په يوکال کې بشپړيږي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغه پله  په جوړيدو سره دشولګرې  ولسوالۍ دسلګونو تنو اوسيدونکو او دليږدونکو وسايطو دتګ راتګ ستونزه لرې کيږي او دسيند داوبو دڅپانده کيدو په فصل کې دسړک دويجاړيدو مخه هم نيول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته