
کابل، د وري ۲۳مه، باختر
د کندز د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یونیسف موسسې له لوري یو میلیون او ۳۰۰ زره ټوکه نویو چاپ شویو کتابونو د وېشلو لړۍ پيل شوه.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد اسماعيل ابو احمد باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یونیسف موسسې له لوري یو ميلیون او ۳۰۰ زره کتابونه له لومړي صنف نه تر دولسم ټولګي پورې پر ښوونځیو ووېشل شي.
ابو احمد زیاته کړه، چې د دغو کتابونو په وېش سره به د زدکونکو د کتابونو په برخه کې ټولې شته ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې ۵۰۰ ښوونځي شتون لري، چې په کې شاوخوا ۳۵۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
ص