(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په کندز کې پر ۲.۵ کیلومتره سړک د قیراچونې او ۳۳ کیلومتره سړک د داغګیری چارې پیل شوې

کابل، د وږي ۲۸مه، باختر

د کندز ولايت په خان‌آباد ولسوالۍ کې پر یوه سړک د قیر اچونې او داغګیری چارې د کندز ولايت مقام مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهیب، مولوي عبدالغفور شهیدزوی د دفتر رييس، د ټولګټو رییس د خان‌آباد ولسوالۍ مسوولینو او قومي مخورو په شتون کې رسماً پیل شوې.

دغه ولایت د ټولګټو ریيس ملا عبدالخالق حقمل باختر آژانس ته وویل، چې د خان‌ آباد ولسوالۍ اړوند توپ‌خانې د سیمې ۲.۵ کیلومتره سړک قیر اچونې او ۳۳ کیلومتره سړک او داغګیری چارې د ټولګټو وزارت له لوري د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

 حقمل زیاته کړه چې اوسمهال د کندز په شمول په یو شمېر ولسوالیو کې د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې روانې دي چې نږدې وخت کې به یو پر بل پسې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

دغه‌ راز د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د ولایت مقام دفتر رييس مولوي عبدالغفور شهیدزوی خبرې وکړې او وویل، چې له نېکه مرغه اوسمهال د اسلامي امارت چارواکو دې ته ملا تړلې ترڅو د هېواد په ځانګړي ډول د کندز ځورېدلي ولس ته په هره برخه کې د پام وړ خدمت وکړي.

هغه زیاته کړه، چې اوسمهال د کندز په اقتاش ولسوالۍ کې د یو پٔل د بیارغونې او د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند ۲۰ کېلو متره سړک جغل اچونې چارې پیل شوې چې له نېکه مرغه نن د خان‌آباد ولسوالۍ اړوند توپ‌خانې په سیمه کې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د يوې بلې پروژې د پیل شاهدان دي.

شهیدزوی له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه  پروژې د ښه پلي کېدو په برخه کې د ټولګټو ریاست او انجنیرانو سره همکاري وکړي، ترڅو دغه پروژه په سمه توګه عملي او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د خان‌آباد ولسوالۍ دوه تنو اوسېدونکو له باختر خبري آژانس سره په خبرو کې د دغه سړک د جوړېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او زياته یې کړه چې پخوا دغه سړک کې د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا