خبرونهامنیت

په کندز کې پنځه تنه د اخلاقي فساد په تور ونيول شول

 کابل، د زمري١٧ مه، باختر

د کندز د امنيې قوماندانۍ امنيتي ځواکونو د دوو نجونو په ګډون پنځه تنه د اخلاقي فساد او له کور څخه د تيښتې په تور ونيول.

د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند قاري عبيدالله عابدي باختر آژانس ته وويل، چې د دوو نجونو په ګډون ٥ تنه  چې د کندز ښار د بېلابېلو سيمو اوسيدونکي دي د اخلاقي فساد او له کور څخه د تيښتې په تور د کندز امنيتي ځواکونو نیولي دي.

هغه وويل، چې دغو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى او له ابتدايي څېړنو وروسته به  یې دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا