سیاست

باميانو ته دافغانستان لپاره دملګرو ملتو دسازمان دځانګړي استازي سفر.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٥
دافغانستان لپاره دملګرو ملتو دسازمان ځانګړى استازى وايي چې دناتو سازمان دغړو هيوادونو په ګډون نړيواله ټولنه دپخوا په شان دافغان پوځيانو په روزنې او سمبالولو ژمنه ده .
نيکولاس هايسن پرون باميانو ولايت ته دخپل سفر په بهير کې وويل :- په ځان دافغان پوځيانو د ډډې لګولو او د تروريزم پرخلاف دمبارزې او دافغانستان دامنيت دتامينولو په لاره کې دخپلو ځواکمنيو دلوړولو لپاره به ناتو او د نړۍ نور هيوادونه مرسته وکړي .
ده دناتو دغړو هيوادونو دمشرانو هغې غونډې ته په اشارې سره چې په نږدې راتلوونکي کې په وارسا کې جوړيږي وويل چې دغه سازمان به د تروريزم پرخلاف دمبارزې او دافغان پوځيان د روزنې او سمبالولو په لاره کې دخپلو مرستو نوى پړاو اعلام کړي .
ده دغه راز دافغانستان دانتخاباتو په نظام کې بنسټيز اصلاحات يوه اړتيا وبلله او وى ويل چې دافغانستان خلک اصلاحات غواړي په تيره بيا انتخاباتو په نظام کې ښاغلي هايسن په افغانستان کې د رسنيو دفعاليت او د بيان د آزادۍ ديادونې وړ پراختيا هرکلى وکړ او ويې ويل : چې نړۍ په هغو چلنجونو خبره ده چې دافغانستان رسنۍ ورسره مخامخه ده .
ده چې دباميانو له والي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې دافغانستان په بيا جوړولو کې دونډې اخيستنې لپاره دنړيوالې ټولنې په هڅو نه دملګرو ملتو دسازمان په رول باندې په ټينګار سره وويل : هڅه به وکړي چې نړۍ دپخوا په شان دافغانستان له پرمختيا سره مرسته وکړي .
دافغانستان لپاره دملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي استازي دغه راز وويل :- چې په باميانو کې امنيتي چلنجونه چې د ده په باور داپه خپله دپانګونې او پرمختيا لپاره زمينه برابروي.
دباميانو والي محمد طاهر زهير په دې خبري غونډه کې دافغانستان په پرمختيا کې دملګرو ملتو دسازمان رول وستايه او په باميانو کې ددغه سازمان د دفتر شتون او دبيارغونې او د ټولنيزو او اقتصادي چلنجونو دله منځه وړولو لپاره يې همکاري ګټوره وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته