امنیت

امنيتي ځواکونو يوماين ښخوونکي ونيوه .

کابل باختر دوږي اوولسمه :
په نيمروز ولايت کې پرون داوپراتيفي  عملياتو له امله يوتن ماين ښخوونکي ونيول شو .
دملي امنيت يوه کارکوونکي دباختراژانس خبريال ته وويل  دقعله  محمد  په کلي  کې داوپراتيفي  عملياتوله امله يوتن چې غوښتل  يې  په خپل لاس جوړ شوى يو ماين دزرنج ښار ديوه اوسيدونکي  په موټر کې ځاى پرځاى کړي ونيول شو .
ديوه اړونده خبرځاى د څرګندونوله مخې دغه سړى  چې شخصي دښمني درلوده غوښتل يې دغه ماين  په موټر کې ځاى پرځاى کړي خو امنيتي موظفينو دى وپيژاند اوويې نيوه .
خبرځاى  زياته کړه نيول شوي  سړي په خپل جرم اعتراف کړى او دده دوه تنه همکاران تښتيدلي دي .
په دې اړوند دپوليسو تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته