ټولنه

د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!

کابل باختر د وږي دمياشتې   ٢٢ :
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دننګرهار ولايت حاجيانو ته خبرورکول کيږي چېشميري يې له (١)   تر (٥٠٠ )   پورې دي  سبا دروان کال  دوږي دمياشتې  په ٣١ نيټه ديکشنبې په ورځ  دسهار په اتو بجو دعيدګاه جامع  جومات ته ورشي  چې واکسين يې تطبيق  او دحرمين
شريفين په لور په ټاکلو الوتنو کې تنظيم شي  .
  له محترموحاجيانوڅخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او خپل بانکي آويزونه له ځان سره ولري او په الوتنوکې د بې نظمي سبب نه شي. له دې پرته به مسووليت په خپله د دوى په غاړه وي.
د شيعه حاجيانو او د کابل ولايت او د هغه د اړونده ولسواليو د حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
دعيدګاه جومات ته  د بدرګه کوونکي په نامه  د اشخاصو ننوتل منع دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته