سیاست

جمهوررئیس غني د ایران د بهرنیو چاروله وزیر سره وکتل

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٩ مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د قزاقستان په پلازمینې استانه کې په خپل استوګنځي کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمدجواد ظریف سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې د ملي امنیت شورا سلاکار محمدحنیف اتمر، په عامه اړیکو او سټراټيژیکو چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي او د بهرنیو چارو وزارت د معاهداتو او حقوقو رئیس نجیب اقا فهیم هم حضور درلود، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو تروریستي پېښو په اړه د هېواد جمهوررئیس او افغانانو ته تسلیت ووایه.
هغه د افغانستان دولت په مشرۍ د کابل پروسې کنفرانس مثبت وباله، ويې ویل، د ایران دولت د دغه کنفرانس له جوړېدو ملاتړ کوي او د سولې او ثبات په تامین او سیمه‌ییزې همکارۍ کې يې رول مهم بولي.
دواړو غاړو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا په ځانګړي ډول له تروریزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې ويې ویل، وروستیو پېښو وښوده چې تروریزم نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو ته هم یو جدي ګواښ دی او باید ټول هېوادونه له تفکیک پرته د هغې په ضد مبارزه وکړي.
په دې کتنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډې همکارۍ په پنځه ګونو کمېټو بحث وشو. دواړو غاړو څرګنده کړه چې باید جوړې شوې کمېټې ژر عملي پلانونه ترتیب او د دې لپاره دې د افغانستان یو پلاوی ایران ته سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته