امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۴۲ تنه ترهګر وژل شوي دي

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۵ مه
په تېرو ۲۴ ساعتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۴۲ تنه ترهګر وژل شوي او دوه تنه نور یې نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر د هلمند، زابل، غزني، لوګر، بدخشان، پکتیا، قندهار، غور، کاپیسا او د کنړ په ولایتونو کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي په ترسره شویو بریدونو کې د وسله والو طالبانو په زیاته اندازه وسلې ،مهمات، نقلیه وسایط او پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.پای/وصال
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته