خبرونهټولنه

په کندز کې ۱۶۰ زره څارویو ته د لامپي سکین ( پوستکي ناروغۍ) واکیسن کېږي

کابل، د کب ۲۸مه، باختر

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې FAO موسسې په مالي ملاتړ ۱۶۰ زره څارویو ته د پوستکي ناروغۍ واکیسن ورکول کېږي.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د دغه  ولایت د کلیو،  بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي امان الله حسن، FAO دفتر استازي او مالدارۍ کلینیکونو مسوولینو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې مولوي امان الله حسن د دغه واکسینو په سم ډول سرته رسولو ټینګار وکړ او له یادې موسسې څخه یې د مننې ترڅنګ په دې برخه کې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

ورپسې د یادې موسسې مسوول په یاد ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له همکارۍ مننه وکړه او دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ۴۵ زره  څاروي واکسین شوي وو.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا