خبرونهټولنهروغتیا

په کندز کې ۳۰ تنه په نشه توکو روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

 کابل، د لېندۍ ۷ مه، باختر

د کندزد امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې په نشه يي توکو ۳۰ تنه روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د کندز د امنیې قوماندان قاري بختیارمعاذ د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په نشه يي توکو د روږدوکسانو د راټولولو بهیرد کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست د روږدو کسانو د ۸۰ بستریزروغتون له آمریت سره په همغږۍ پیل شوی، چې اوس ۲۰۰ تنه د یادې قوماندانۍ د امنیتي ځواکونو له لوري د کندز ښار له ناحیو څخه راټول شوي او تردرملنې لاندې دي

د کندز په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۸۰ بستریز روغتون آمر تازه خان احمدزی وایي، چې اوسمهال په دې روغتون کې ۳۲۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي، چې له درملنې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا