ټولنه

د بهار قرآن اتم نندارتون پرانستل شو

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
د روژې د مبارکې مياشتې په درناوى د بهار قرآن اتم نندارتون نن په کابل کې پرانستل شو .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د قرآني عالي شورا او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اهتمام د شهيد مزاري په واټ کې د امام زمان په جومات کې پرانستل شوى دى؛ پنځوس غرفې لري چې ديني کتابونه او آثار، قرآن عظيم  الشان، تفسيرونه، د قرانکريم سي ډي ګانې او تجسمي هنرونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه راز خصوصي خپرونو او د بيهقي خپرونو رياست هم خپل آثار او کتابونه په مشخصو غرفوکې نندارې ته وړاندې کړي دي .
د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي خبرې وکړې او ويې ويل چې جګړې او نا امنۍ د هېواد فرهنګ ته زيات زيانونه اړولي دي او زموږ هېواد تر اطلاعاتي يرغل لاندې نيول شوى دى .
د دغه شان پروګرامونو جوړول د هېواد خلکو او ځوانانو ته زيات ګټور دي او زموږ خلک زيات له ديني او قراني مسئلو سره بلد دي. دې د ځوانانو په لارښوونه کې د جوماتونو د ملا امامانو او واعظانو په رول ټينګار وکړ.
د قرآني عالي شورا رييس حسن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ له امله د مننې ترڅنګ د دغه شان نندارتونونو جوړول د هېواد خلکو او ځوانانو ته ګټور وبلل .
په همدې ترتيب په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت فرهنګي رايزن د روژې په مبارکه مياشت کې د قرآن د نازليدو او د دغې مياشتې د فضليتونو په باب خبرې وکړې.
دغه راز د راه امين موسسې رييس او د عالمانو د شوار غړي سيد فاضل حسيني په خپلو خبروکې د روژې مبارکه مياشت د الله (ج) د رحمت او برکت مياشت وبلله او د ځوانانو د ذهنونو په روښانولوکې يې د امامانو او واعظانو په رول باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته