خبرونهامنیت

په کندز کې ۵۰۰ سرتېرو مسلکي او فکري زده کړې پیل کړې

 کابل، د زمري ۱۳ مه، باختر

د کندز په ګډون د شمال ختیځ زون د ولایتونو د امنیه قوماندانیو ۵۰۰ سرتېرو د دغه ولایت د پولیسو په روزنیزمرکز کې پوځي او مسلکي زده کړې کوي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبیدالله عابدي باخترآژانس ته وویل چې دغه سرتېري د پوځي، مسلکي، عقیدتي، د ګرځنده پوستو د جوړولو او د کورونو د پلتڼې په برخو کې د زده کړې لپاره دغه مرکز ته معرفي شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه سرتېري د کندز په ګډون د شمال ختیځ زون له ۴ ولایتونو څخه دغه مرکز ته معرفي شوي دي او ۶ اوونۍ د تجربه لرونکو استادانو له خوا لوست ورکول کېږې.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا