خبرونهامنیت

په کندز کې ۵ تنه د جنایي جرمونو په تور ونيول شول

کابل، د لړم۲۷مه، باختر
د کندز ځایي مسوولینو په دغه ولايت کې د جنایي جرمونو په تور د ۵تنو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې امنيتي ځواکونو د کندز ښار د قديمه ذاخېلو په سيمه کې څلور تنه له کور څخه د غلا پر مهال لاس په لاس ونيول.
نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی او د لا زياتو څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې د کندز ولايت پوليسو په قلعه ذال ولسوالۍ کې د عبدالولي په نوم يو تن له ۱۰ کيلو ګرامه نشه يي توکو سره يو ځای نيولی دی.
ياد کس غوښتل، چې نيول شوي نشه يي توکي تاجکستان هېواد ته ولېږدوي.
د نوموړي کس دوسيه له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
همنوا/ افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا