
کابل، د کب ۲۳مه، باختر
د کندز د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې ۶ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.
د دغه پلاوي مسوولینو د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د خپلو فعالیتونو په دوام یې د امام صاجب ولسوالۍ په دونګ قشلاق، زرد کمر، سید احمد شاه آغا او کوتل شیرماهي کلیو کې ۶ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.
د یاد پلاوي مسوولینو د دغه ولایت له خلکو وغوښتل، چې د دولتي ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پلاوي د خپل کار د پيل راهیسې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه خلاصه کړې ده.
جهانیار