خبرونهټولنه

په کندز کې ۷ زره جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت شوه

 کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر

د عدلیې وزارت ویلي، چې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو تخنیکي هیئت په کندز کې شاوخوا ۷ زره جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت کړې ده.

د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې غصب شویو ځمکو د راګرځولو تخنیکي هیئت د امام صاحب ولسوالۍ په چهل کپه، شېرخان بندر او چموس کول سیمو کې ۷ زره جریبه غصب شوې ځمکه تثبت کړې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ياد هیئت اړوندو مسوولينو ته لارښوونه کړې، چې په دې برخه کې د کرنيزو ځمکو د اجارې په اړه هم اقدام وکړي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا