امنیت

څلور تنه وسله وال غله په پروان کې ونيول شول.

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
دپروان پوليسو په جبل السراج ولسوالۍ کې دڅلورو تنو غير مسوولو وسله والو کسانو دنيولو خبرورکړ.
دجبل السراج ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد معصوم فرزئي باختر آژانس ته وويل : دغو څلورو تنو دوه ورځې مخکې له وسلې او دپوليسوله جامو څخه په استفادې سره په تيلوباريو ټانکر دجبل السراج ولسوالۍ دپشته سرخ له سيمې څخه غلا کړى و.
ده وويل : چې دغه ټانکر په يو خصوصي شرکت پورې اړه لري او څلورو تنو نيول شويو کسانو چلوونکى يې په وسلې سره ګواښلى و او له موټر څخه يې غورځولى و.
خبرځاى زياته کړه چې پوليسو پرون مازيګر دغه څلور تنه ونيول او په تيلو بار ټانکر اصلي خاوندته يې وسپارل شو .
ده وويل : چې نيول شوي کسان دزياتو څيړنو لپاره مرکزته ليږدول شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته