
کابل، د مرغومې ۵مه، باختر
د کندز د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري ۸ زره کسانو ته د خوړو بدل کې د کار زمینه برابرېږي.
د کندز د اقتصاد رئیس علام اسامه د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د خوړ نړیوال سازمان له لوري په دغه ولایت کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت پروژه پیل کېږي، چې د ۴ میاشتو لپاره به ۸ زره کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کار په بدل کې د خوراکي توکو د پروګرام پلي کېدل د کورنیو د اقتصاد په لوړولو کې اغېزمن رول لري.
لمر