(PS)خبرونه(PS)امنیت

په کندهار، میدان وردګو، بغلان او تخار کې ۷ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د غوايي ۱۸مه، باختر

د کندهار، میدان وردګو، بغلان او تخار امنیتي مسوولین وايي، چې په دغو ولایتونو کې یې ۷ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ وياند حافظ صابر باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ښار په ۱۴ حوزه کې یې دوه تنه د غلا په تور نیولي دي.

ورته مهال د میدان وردګو د امنیې قومندانۍ ویاند قاري محمد یوسف اسرار باختر آژانس ته وویل، چې د دې ولایت جغتو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري په برغولي سیمه کې هغه کس ونیول شو، چې په تخار ولایت کې يې خپله مېرمن د چاقو په واسطه وژلې وه.

په همدې حال کې د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شېر احمد برهاني باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې ۳ تنه د شراب څښلو پرمهال نیول شوي دي.

همدرانګه د تخار د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې یو کس د قتل په تور نیول شوی دی.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا