خبرونهامنیت

په کندهار او بلخ کې ۸ تنه د جنایي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د کندهار او بلخ امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو په تور ۸ تنه نیولي دي.

د کندهار په لسمه حوزه کي ۳ تنه چې له یوه کور څخه یې غلا کړې وې، د دغه حوزې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې؛ د بلخ د امنيې د امنيتي ځواکونو له لوري د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه د غلا او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته  وسپارل شي.

ص

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا