کابل باختر دتلي شپږ ويشتمه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون په کابل کې د هندوستان هېواد له سفير ويني کومار سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، په دې کتنه کې دواړو لورو د علاقې وړ موضوعګانو او د مهمو سيمه ېيزو مسئلو په باب خبرې وکړې .
په پيل کې رباني د افغان ديپلوماتانو لپاره ديوه مهم روزنيز پرګرام دجوړولو او کوربه توب په خاطر دهند او چين دګډ نوښت هرکلى وکړ .
د بهرنيو چارو وزير د دوست هېواد هند له استازي سره دمشارکت د شورا دغونډې په ګډون چې ټاکل شوې ده په ډير لنډ ممکن وخت کې په کابل کې جوړه شي د دوه اړخيزو موضوعګانو په باب خبرې وکړې .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل