اقتصاد

په ننګرهارکې د خرما حاصلات زيات شوي دي

 کابل / د وږي ۱۷ مه / باختر
په ننګرهار کې د خرما حاصلات د تېرکال په پرتله زيات شوي دي.
د وړاندې شويو شمېرونو له مخې؛ په ننګرهار کې تېرکال د خرما څه ناڅه ١٠٠ ټنه حاصلات راټول شوي او کورنيو او بهرنيو بازارونو ته صادر شوي وو، خو سږکال دغه  شمېر ١٥٠ ټنو ته ورسېد.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي چې د دغه ولايت هوا د هر ډول ميوو د نيالګيو د روزنې لپاره مناسبه ده او د خرما حاصلات هم په دغه ولايت کې زيات شوي دي.
تراوسه په ننګرهار کې په ٨٠ جريبه ځمکه کې د خرما بڼونه جوړ شوي دي چې زياتره يې په ګوشتې او سره رود ولسواليو کې موقعيت لري.
دغه راز په ننګرها کې د ميوو کلکسيون شته چې په دغه کلکسيون کې د خرما نيالګي هم اېښودل شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رسنيو دفتر ويلي دي چې ټاکل شوې ده په راتلونکي کال کې په ٣٥١ جريبه ځمکې کې د خرما نوي بڼوڼه جوړ شي چې له دې جملې څخه ١٨٠جريبه يې د ننګرهار د کانال رياست جوړوي.
د ننګرهار د کرنې رياست وايي: که چېرې په دغه ولايت کې د خرما نيالګيو د روزنې په برخه  کې د کرنې رياست اوسنۍ هلې ځلې او د خلکو ژمنې دوام وکړي،  په ډېره کمه موده کې به دغه ولايت د خرما د توليد له پلوه خودکفايي ته ورسېږي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته