کابل باختر د چنګاښ اتلسمه :
يو سړی په کاپيسا کې نن سهار د خپلمنځي اختلافونو له امله ووژل شو.
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر امان الله د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ په مشواڼي سيمه کې رامنځته شوه چې له امله يي يو کس په چړې سره ووژل شو.
خبرځای زياته کړه: قاتل د پوليسو له خوا ونيول شو.
ختم –شکريه – سهيلا
0 د یوې دقیقې څخه لږ