امنیت

په کونړ کې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ دخونړيو جګړو دوام .

کابل باختر د زمري  دويمه :
په کونړ ولايت کې دداعشيانو او طالبانو دډلو دافرادو ترمنځ  جګړه دوام لري .
تراوسه پورې په دغو جګړو کې له دواړو لورو څخه په لسګونه  تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او يوشمير  نور يې دسيالو ډلو له خوا  نيول شوي دي .
درارسيدلو خبرونو  له مخې، دطالبانو او  داعش دغړو  ديو اوبل په کورونو بريدونه کړي دي او څو کورونه  يې سوځولي دي .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل

 چې په نويو جګړو کې شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي

ده وويل جګړه  د چپې درې ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې  دپراختيا غوښتنې او داشر او ذکات په نامه له خلکو څخه  په زور داخستل شويو پيسو دويش دڅرنګوالي پرسر  پيل شوې ده  او دوام لري .

  ختم_ عطاالله  – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته