(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په کندهار کې د بې کيفیته تېلو پلورونکي شرکتونه وتړل شول

۱۶- کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر

د سټنډرډ ملي ادارې په کندهار کې د هغه شرکتونو د تړلو خبر ورکړی، چې بې کیفیته تېل به يې پلورل.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تړل شویو شرکتونو به د کندهار ښار پر پمپ سټېشنونو بې کيفیته تېل پلورل.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کندهار کې لسګونه پمپ سټېشنونه د بې کیفیته تېلو د پلورلو په تور تړل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د سټنډرډ ملي ادارې تر دې وړاندې هېواد ته د بې کیفیته تېلو د واردېدو د مخنینوي په موخه سلګونه ټانکره بې کیفیته تېل بېرته اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا