خبرونهروغتیا

په کندهار کې د درملو د کیفیت معلومولو یو لابراتوار جوړېږې

کابل، د لړم ۳۰ مه، باختر

د کندهار د عامي روغتیا ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د درملو د کیفیت معلومولو لپاره یو لوی لابراتوار جوړېږې.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست ویاند ډاکټر عبدالمنان نادري باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه لابراتوار په جوړېدو سره به کندهار کې د درملو د کیفیت معلومولو ستونزه هواره شي.

نادري زیاته کړه، چې د جوړېدو په موخه یې له مرکز کابل څخه پلاوی کندهار ته تللی و، تر څو د تعمیر د رغوني چارې پیل کړي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا