امنیت

په کونړ کې څلور کسان له ډار اچوونکو سره د اړيکو په تور ونيول شول

_ اسعد ابادباخترد چنګاښ ۳۱ مه
څلور کسان په کونړکې د ډار اچوونکوپه ډلو کې د غړیتوب په تور ونیول شول.
دغه کسان تېره شپه د غازي اباد ولسوالۍ بازارته څېرمه د پوځیانوپه ځانګړو عملیاتو کې ونیول شول .
د هېواد په ختیځ کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوناندان باختراژانس ته وویل، چې له نیول شویو کسانوڅخه جنګي وسایل او پوځي تجهیزات ترلاسه شوي دي .
نیول شویوکسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې په کونړکې د ډاراچونې په لسګونو بریدونوکې په لاس لرلو اعتراف کړی دی .
په یو بل خبرکې ویل شوي دي، چې په کونړکې د یو لړ چاودنومخه ونیول شوه.
امنیتي مامورينو نن سهار د کونړ په ګڼ مېشتو لارو کې اته ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
که څه هم د دغو ماین د ښخونوپه تور څوک نه دى نیول شوى، خو سيمه ييزې سرچينې يې وسله وال طالبان عاملين بولي.
ختم _ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته