
کابل/ د چنګاښ۲۵مه/ باختر
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي د خبري پوښښ پر مهال د رویټرز خبري آژانس پر هندي الاصله خبریال او عکاس د ترویستي برید له امله ډېر خواشینی شوم.
د نوموړي او د مطبوعاتو کورنۍ ته د تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوم او یوار بیا د بیان آزادۍ او د آزادو رسنیو او خبریالانو ساتنې ته د افغانستان دولت قاطع ژمنتیا څرګندوم.