امنیت

د غور ولايت په پسا بند ولسوالۍ کې پنځلس کلي له طالبانو څخه پاک شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دغورولايت په پسا بند ولسوالۍ کې پنځلس کلي د وسله والو طالبانو د شتون څخه پاک شول .
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د تيرې شپې له نيمايي څخه د سيمې د خلکو په ګډون او مستقيمې همکارۍ سره پيل شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دغو عملياتوکې يو زيات شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو تراوسه پورې دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
خطيبي زياته کړه چې ددغو عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې د استوګنې پنځلس کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي او امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې د دغې ولسوالۍ ټولې سيمې پاکې کړي .
ده زياته کړه چې د پوليسو او د ملي امنيت ځواکونه د ليکي او سنګان د ساحو په لور د پرمختګ په حال کې دي چې دغه سيمې هم د طالبانو له تصرف څخه وباسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته