(PS)خبرونه(PS)ورزش

په کندهار کې د فوټسال پیل شوې سیالۍ د ملګري لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د زمري ۳۰ مه، باختر

د کندهار د سپورټ او بدني روزنې ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پیل شوې سیالۍ د ملګري لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د کندهار د سپورټ او بدني روزنې ریاست ویاند نذیر احمد نوري د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د وطن په ورزشي لوبغالي کې د کاکړ موبایل شرکت په نوم د ۴۸ ټیمونو ترمنځ د فوټسال په پیل شویو سیالیو کې د ملګري لوبدلې لومړۍ مقام خپل کړ.

نوري زیاته کړه، چې د دغو سیالیو نندارې لپاره ګڼشمېر کسانو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې یادو سیالیو شپږ میاشتې دوام وکړ او لوبې یوازې د جمعې په ورځ ترسره کېدلې.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا