(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)فرهنګ(PS)ټولنهTOP(PS)

په کندهار کې د لوی امپراتور احمدشاه بابا کور بیا رغول کېږي

کابل، د زمري ۱۰مه، باختر

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د لوی امپراتور احمد شاه بابا کور د بیا رغولو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او کلتور آمر عبدالشکور څپاند باختر آژانس ته وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مسلکي پلاوی دغه ولایت ورغلی، تر څو د لوی احمدشاه بابا د لرغوني کور لومړنۍ سروې ترسره کړي.

څپاند زیاته کړه، چې تر سروې وروسته به یې د بیا رغولو چارې په عملي بڼه پیل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا