خبرونهټولنهروغتیا

په کندهار کې د ناروغو څارویو پر حلالولو بنديز لګېدلی

 کابل، د تلې ۸ مه، باختر

په کندهار کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ناروغو څارویو پر حلولو بندیز لګول شوی دی.

د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ څانګې مسؤل نقیب الله په دغه ولایت کې د څارویو د پوستکي د ناروغۍ خبره  تائید کړې او ویلي یې، دي: “خلک دې د هغو غوښو له پېر څخه ډډه وکړي، چې د یاد ریاست ډاکترانو له خوا ټاپه شوي نه وي”.

په همدې حال کې د کندهار د قصابانو مشر الله ګل هم له قصابانو څخه غوښتنه کړې، چې د مشکوکو ناروغیو لرونکو څارویو له پېرلو او حلالولو څخه ډډه وکړي.

د کندهار د قصابانو مشر الله ګل ویلي:” د زراعت، ښاروالۍ او صحت عامي ریاستونو مسؤلین په اوونۍ کې څو ځله په ښار او ولسوالیو کې له قصابیو څخه لیدنه کوي”.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمېر څاروي د پوستکي په ناروغۍ اخته دي. مالداران له اسلامي امارت غواړي چې د واکسین د تطبیق په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا