
کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د اول دوراهي څخه تر ده خواجې مانده پورې د یو سړک د رغولو چارې په اساسي ډول پیل شوې دي.
د کندهار ښاروال حسن حاجي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د اول دوراهي څخه تر ده خواجې پورې غځېدلی سړک د ۱۱۷۰ مترو په اوږدوالي او ۱۵ مترو په سور والي سره د ۲۷ میلیونو ۹ سوه زره افغانیو په لګښت رغول کېږي.
د یادولو وړ ده، چې د دغه سړک د رغولو چارې به د ۴ میاشتو موده کې بشپړې شي.
ص