ټولنه

په بهارک کې دخلکو په مرسته جومات جوړيږي.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٨
دتخار ولايت دبهارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دحضرت طلحه بن عبيدالله د جامع جومات دبنسټ ډبره کيښودل شوه .
دتخار ولايت دحج او اوقافو رييس دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه جومات دسيمې دخلکو له خوا دشلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت دتخار ولايت دبهارک ولسوالۍ دشش تپه په ساحه کې جوړيږي.
يوه اړونده خبرځاى وويل : چې دغه جومات دخلکو په مرسته دنيم جريبه ځمکې په ساحه کې او دخلکو په شخصي لګښت جوړيږي چې په يو وخت کې ٥٠٠ لمونځ کوونکو ظرفيت به ولري.
ددغه جومات دبنست د ډبرې دايښودلو په مراسمو کې دتخار ولايت دحج او اوقافو رييس خلک يې عدل ، انصاف او ځينو کارونو کې امانت دارۍ ته وهڅول او له دولت څخه يې وغوښتل چې له اخلاقي فساد سره مبارزه وکړي او دهغو کسانو او اشخاصو په نيولو کې چې په دغې پديدې ککړ دي ، جدي اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته