خبرونهفرهنګTOP

په کندهار کې د يوه تاریخي ودانۍ ثبت او راجستر شوه

کابل، د وږي ۳۱مه، باختر

د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسولین وايي چې په دغه ولایت کې د (تخته پُل کلا) یا (کاروان سرای) په نامه تاريخي ودانۍ د یاد ریاست له لوري ثبت او راجستر شوه.

قدامت تر سلو کلونو اوښتی چې تېره ورځ د اطلاعات او کلتور رياست له لوري ثبت او راجسټر شوه.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور احمد سعيد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې دغه ودانۍ یو سرای، کوچنۍ خونې، د داخلېدو یو تالار او یو مسجد لري چې لرغونتیا یې تر سلو کلونو اوړي

هغه زیاته کړه چې په یاده کلا کې د نورو خونو نښي نښانې هم شته، چې ځينې یې ګنبدي خونې لري او د ګچو نقاشۍ ورباندې شوي او په نورو برخو کې یې خامې خښتې کارول شوي او د سرای په څلورو کونجونو کې د څار برجونه هم لري.

د يادولو وړ ده، چې دا ډول کلاوې او کاروان سرايونه د هغو کاروانونو له پاره جوړ شوي وه، چې د نورو هېوادونو سره به یې د ورېښمو، قیمتي ډبرو، مسالو، لرګيو، چیني لوښو او نور توکو سوداګري کوله.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا