امنیت

اعلاميه

-کابل/ دمرغومي ٥مه/ باختر:
په بلخ کې  دتروريستي پېښې  په اړوند دملي دفاع وزارت اعلاميه .
نن سهار وختي په څلورو بجو او ديرشو دقيقو  تروريستو طالبانو په چاوديدونکو   توکو بار  يوموټر دبلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې دملي اردو يوې اډې  ته څېرمه وچاوه، له بده مرغه په دې تروريستي  او غير انساني  بريد کې دملي اردو شپږ  تنه زړور منسوبان شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت ددغې پېښې  درامنځته کېدو د څرنګوالي  په باره کې  څېړنې  پيل کړي دي .
دملي دفاع وزارت مشرتوب  ددې تروريستي پېښې شهيدانو ته دلوى خداى (ج )  له دربار څخه دفردوس جنت او تپيانو ته دبشپړې روغتيا او دشهيدانو پاتې کسانو ته دجميل صبر هيله کوي .
  ختم_ ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته