(PS)خبرونه(PS)امنیت

په کندهار کې د ٢٠٠ کيلوګرامه ګران بیه ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه

کابل، د غوایي ٢٢مه، باختر
د کندهار په سپین‌ بولدک ولسوالۍ کې پاکستان ته ٢٠٠ کيلوګرامه ګران بیه ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د دغه ولایت امنيتي مسوولينو د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې دغه ډبرې د سپین بولدک په ګمرک کې پرون ناوخته د څېړنو پرمهال نیول شوې، چې پاکستان ته یې د قاچاق هڅه کېدله.
د مسوولینو په وینا، په دې تړاو یې یو کس نیولی او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې په تورخم ګمرک کې هم سلګونه کیلو ګرامه ګران بیه ډبرې نیول شوې دي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا