
کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر
په کندهار ولایت کې له اتلتیک فدراسیون سره په همغږۍ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د درې کیلو متره ځغاستې سیالي ترسره شوې.
د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول یاد شوي، چې د سیالۍ په پایله کې سمیع الله لومړی مقام، صفت الله دویم او بشیر احمد درېیم مقام خپل کړ.
د یو بل خبر له مخې؛ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د ووشو فدراسیون په تمريناتي ځای کې د ووشو فدراسیون د سانداوانګ پروفشنل سبک کې د دې رشتې ملي لوبډلې لوبغاړي “خالد هوتک” په نوم تر ١٨کلنو لوړ سن ٤٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ سيالۍ ترسره شوې.
د ووشو فدراسیون د مسوولینو په خبره؛ د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ووشو ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
س.صدیقي