
کابل، د مرغومې ۱۳ مه، باختر
د کندهار د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ښار په ۱۵ مه ناحیه کې د ۴۶۵ متره سړک د پخولو چارې پیل شوې.
د قندهار ښاروال حسن حاجي صاحب د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه سړک د جوړولو چارې به د نړیوال بانک له لوري د ۵۷ زره ۱۴۴ امریکايي ډالرو په لګښت رغول کېږي.
د نوموړي په وینا د دغه سړک د رغولو چارې به د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
جهانیار